خلک: د پاکستان بې کیفیته وارداتي توکو د خلک ژوند له ګواښ سره مخ کړی

یو شمېر خلک د پاکستان څخه را واردیدونکو توکو سمه څارنه او د بې کېفیته توکو د انتقال په کلکه مخنیوی غواړي.

دوی وايي، پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایاتونو کې تل د بې کېفیته درملو، خوراکي او نورو توکو د مخنیوي په برخه کې خبرې کیږي؛ خو عمل کې بیا هېڅ نه وي.

دغه خلک د بې کیفیته درملو او خوړو واردولو باندې په کلکه بندیز غواړي.

عام افغانان په دې باور دي چې پاکستان په قصدي توګه پر خپلو بې کيفيته توليداتو باندې

 "Only for export to Afghanistan" نښه لګوي او بيا يې افغانستان ته صادروي چې لويه برخه يې دلته د افغانانو ژوند هم ګواښي.

د دوی په وینا پاکستاني نوشابو، تازه میوو، خوراکي توکو او درملو کې ډيری وخت داسې توکي راوتي، چې انسان په بیلابیلو ناروغیو اخته کوي او ساختماني توکي یې هم د کارونې وړ نه دي.
درې عام خلک

د راپورونو له مخې افغانستان ته هر کال لسګونه ټنه بې کېفیته توکي را واردیږي؛ خو د کلونو په تېریدا او اعتراضونو سره لا هم د دغه توکو د کنټرول او څارنې څخه هېوادوال راضي نه ښکاري.

د نورم او سټنډرډ اداره یوه له هغو بنسټونو څخه ده، چې هېواد ته د بې کیفیتو شیانو د واردېدو د څارنې دنده لري.

یاده اداره مني، چې هېواد ته د پاکستان څخه یو شمېر بې کېفېته توکي واردیږي او په ټوله کې یې کیفیت نه کنټرولیږي.
د یادې ادارې چارواکي وايي، د پاکستان څخه را واردیدونکو توکو څخه یوازې د نفتي توکو څارنه کوي او نږدې وخت کې به د ساختماني توکو د کنټرول لپاره به هم کارونه پيل شي.

د نورم او سټنډر ادارې چارواکو بیا د پاکستان څخه د نورو هغه سلګونه قلمه توکو د وارداتو په اړه څه ونه ویل، چې بې څارنې افغانستان ته واردیږي.

د نورم او سټنډرد ادارې معین پوهنیار خواجه جاوید صدیقي

پاکستان څخه واردیدونکي درملو او خوراکي توکو د کیفیت په اړه شکایتونه ډېر زیات دي؛ ومو غوښتل، چې د دوا او طبي محصولات د تنظیم ملي ادارې او یا هم روغتیا وزارت نظر واخلو؛ خو له پرلپسې اړېکو سره هم خبرو ته حاضر نه شول.

د درملو او طبي محصولاتو د تنظیم ملي ادارې یو پخواني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط زاویه نیوز ته وویل، د پاکستان څخه قاچاقي درمل راوړل کیږي، چې کیفیت یې ډېر ټېټ وي او بازارونو کې خرڅیږي.
د نوموړي په وینا، زیربطي ادارې باید هغه ټول شرکتونه بند کړي، چې قاچاقي درمل واردوي او یا یې پلوري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی پولیس د بې کیفیته توکو د قاچاق په مخنیوي کې فعال دي.
دوی مني، چې پخوا په ګمرکاتو توکي نه ګمرک کیدل او ځيني توکي قاچاقي توګه هم وارد کیدل، چې اوس یې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته شوي دي.

مروه امیني

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو رسنیو ته منلي، چې ډېری هغه توکي چې په ګاونډیو هېوادونو کې ځانګړي د افغانستان لپاره جوړېږي او دغه هېواد ته راواردېږي بې کیفیته دي.

د سوداګرۍ خونې چارواکي حکومت د دا ډول توکو د واردېدو په مخنیوي کې پاتې بولي او لامل یې په اړوندو حکومتي بنسټونو کې اداري فساد په ګوته کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، هېواد ته د بې کیفیته توکو واردېدل له یوې خوا د افغانانو روغتیا ته زیان رسوي او له بلې خوا له دوی د دغه ټیټ کیفیت په بدل کې زیاتې پیسې اخېستل کېږي.

د دوی به خبره، باید د بې کېفېته توکو وارداتو مخنیوي لپاره بنسټیز کار وشي.



  • 24 غبرګولی 1399